د هلمند نادعلې ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلې مېرمن وژغورل شوه

تېره ورځ (جمعه) مازدیګر مهال د هلمند ولایت نادعلې ولسوالۍ کې یو مېرمن څاه ته لوېدلې وه.

دا پېښه د نادعلې ولسوالۍ ماتکي دښت سیمه کې رامنځته شوې وه چې مېرمن بلاخره وژغورل شوه، د طالبانو د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، یاده مېرمن له ډېرو هڅو وروسته سهار مهال درې بجې له څاه څخه ژوندۍ راوویستل شوه.

په دې وروستیو کې څاه ته د لویدلو پېښې زیاتې شوي دي، په زیاتو پېښو کې ماشومان څاه ته لوییدلي چې نه دي ژغورل شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی.

د ټولنیزو رسنیو فعالان پر کورنیو نیوکه کوي چې خپلو ماشومانو ته پام نه کوي او د دوی د بې غورۍ له امله څاګانو او برمو ته لوییږي چې بیا یې ژغورل هم ګران کار دی.

د رسنیو د راپورونو پر اساس په تېرو اتو میاشتو کې ۲۵ تنه ژورو څاه ګانو ته لویدلي او مړه شوي دي، دا پېښې په شپږو ولایتونو کې، هلمند، زابل، غزني، کندهار، روزګان او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More