سلام ضعیف: پاکستان دې خپل مردار لاس د افغانستان په لمنې نه پاکوي
پاکستان کې د طالبانو د تېر رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان په اړه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، پاکستان دې خپل مردار لاس د افغانستان په لمن نه پاکوي، د شهباز شریف خبرو له ښکاري چې یو نوې دسیسه لري او غواړي خپل ناپاکه لاس په افغانستان پاک کړي.
ملا سلام ضعیف په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، او طالبانو ته یې په اشاره ویلي چې باید د پاکستان د دې نوې دسیسې جدي مطالعه دې وشي او سیاست باور تر ټولو غلط سیاست دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال افغانستان د ترهګرو ځاله یاد کړو او په نړیوالو یې غږ وکړ چې له افغانستان نه د ترهګرو ډلو د ګواښ په اړه اندېښنه لري.
شریف وایي، په افغانستان کې د نړۍ ترهګرې ډلې لکه”داعش، القاعده، د تحریک پاکستان طالبان، د ازبکستان اسلامي جنبش او ختیځ ترکستان اسلامي جنبش” فعالیت لري.
خو طالبانو د شهباز شریف دا څرګندونې په کلکو ټکو رد کړې.
Comments are closed.