The news is by your side.

پاکستان د ترهګرو ځاله؛ د ناروې اوسلو ښار کې برید کوونکی پاکستان کې پټ دی

د ناروې حکومت وایي، د دې هېواد په اوسلو ښار کې برید کوونکی چې د داعش ډلې اړوند دی په پاکستان کې پټ شوی دی.

د ناروې حکومت د شبهاز شریف له حکومت غوښتي چې د داعش ډلې یاد برید ګر عرفان قدیر بهټي دې ژر تر ژره پیدا او ونیسي.

بریدګر قدیر عرفان بهټي د امریکا او اسرایلو په سفارت د برید پلان جوړوونکی هم وو، اوس د ناروې حکومت ویلي چې بریدګر په اسلام اباد کې اوسیږي.

په تېره جون میاشت کې د ناروی په پلازمینه اوسلو کې د یو ترهګریز برید پر مهال دوه تنه په ډزو ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.

اوس د ناروې حکومت د بریدګر په توګه په عرفان قدیر بهټي هم شکمن دي خو دا یې نه دي ویلي په برید کې د بهټي رول څه وو خو وایي چې نوموړی پاکستان کې پټ دی چې حکومت یې باید ژر تر ژره ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي وو چې افغانستان نه د ترهګرو د ګواښه په اړه اندېښنه لري، اود نړۍ مشهورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي.

پاکستان تل په افغانستان د ترهګرو ډلو د پاللو تور لګوي حالانکه د نړۍ مشهور ترهګریز بریدونه له پاکستان پلان کیږي او بریدګر یې هم په پاکستان کې اوسیږي.

Comments are closed.

koi finance