The news is by your side.

ټي ټي پي: د پاکستان پوځ او استخبارات وسلوالې ډلې جوړوي او د نړۍ امنیت ګواښي

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې دا او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې دي او له افغانستان نه د پاکستان او د نورې نړۍ امنیت ګواښي.

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی خپله په سیمه ځای په ځای دي او اړتیا نه لري له بل ځایه خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

یادې ډلې د اسلام اباد پر حکومت تورن چې پوځ او استخبارات یې په سیمه کې وسلوالې ډلې روزي او پالي او د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو امنیت بې ثباته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي شهباز شریف وړمه ورځ د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې ټي ټي پي او نورې ترهګرې ډلې افغانستان کې دي او له هغه ځایه خپل فعالیتونه تنظیموي.

هم مهاله د ناورې حکومت ویلي په اوسلو ښار کې برید کووتکی عرفان قدیر بهټي په پاکستان کې اوسیږي، هغه دا داعش ډلې سره نزدې اړیکې لري او د پاکستان له حکومت یې غوښتي چې نوموړی ژر تر ژره ونیسي.

دا هغه خبر دی چې د افغانستان په اړه د شهباز شریف وروستۍ څرګندونې باطلوي او ښکاره کوي چې ترهګرې ډلې او بریدګر په پاکستان کې اوسیږي.

Comments are closed.

koi finance