The news is by your side.

په کوټه کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي

د بلوجستان ایالت د کوټه ښار په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو کورونه پلټل شوي.

خبریال ډاټ کام ته رسېدلي راپورونه ښیي چې د چمن له سرحدي ښارګوټي نیولې بیا د کوټې ښار تر وروستیو څنډو پورې په بېلابېلو برخو کې د طالب مشرانو په کورونو چاپې وهل شوي دي. په دې کې د خروټ اباد سیمه، پشتون اباد سیمه او دنوي کلي سیمې شاملې دي.

په خواله رسنیو کې داسې خبرونه هم شته چې ګواکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د کونۍ ځینې ښځې هم پولیسو نیولي دي، تر اوسه له د دې پخلی نه دی شوی چې د امیر خان متقي د کورنۍ ښځې پولیسو بیولي که نه؟

زرغونه امیر په نوم د ټوېټر یوې کاروونکې لیکلي چې د امیر خان متقي د کورنۍ دوه غړي نیول شوي دي.

تر اوسه طالبانو دې خبر په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

که څه هم طالبان په افغانستان واکمن دي خو د لوړ پوړو چارواکو کورونه او کورنۍ یې لا هم په پاکستان کې دي او هلته ښې ډېرې شتمنۍ هم لري.

Comments are closed.

koi finance