د عدنان صدیقي سپی ورک شوی د مرستې غوښتنه يي وکړه

خبریال وېب پاڼه/ د کورونا ویروس خپرېدو په پایله کې، د بېلا بېلو برخو ستوري، خلکو ته د هغوی د بوختیا او په کور کې د دوی ساعتیرۍ څخه خبر ورکوي.

مګر په داسې وضعیت کې، د مشهور اداکار عدنان صدیقي سپی بل چېرې ورک شوی، چې د هغه لپاره د کوم شاک څخه کم نه دی.

عدنان صديقي په انسټاګرام کې د خپل سپي’کوکو’ عکس شریک کړ.

هغه لیکلي چې د هغه سپی د اپریل په ٢٧مه نېټه د ماښام له ٧ بجو راهیسې ورک شوی او تر اوسه نه دی موندل شوی

عدنان صدیقي د هغه د غږ د مینه والو څخه د مرستې غوښتنه کړي ده.

“زه تاسو یم” اداکار د خپل استوګنځي ادرس او تلیفون شمېره هم شریکه کړې او ویلي یې دي چې که څوک دا سپی چېرته ومومي، نو دوی باید دلته ورسره اړیکه ونیسي.

دا باید په یاد وساتل شي چې عدنان صدیقي په دې وروستیو کې د ملګري اداکار همایون سعید سره د متحده ایالاتو څخه پاکستان ته راستون شوی و او ځان یې قرنطین کړی و.

په ورته مهال بیا په هند کې دا ورځې د اداکارانو لپاره خورا خواشینوونکي دي.

په تېرو دوو ورځو کې دوه فلمي لوبغاړي د سرطان د ناروغۍ له کبله مړه شول.

وړمه ورځ مسلمان اداکار عرفان خان د ممبۍ په یو روغتون کې د سرطان ناروغۍ له کبله ومړ او تېره ورځ ریشي کپور د سرطان ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

عرفان خان او ریشي کپور هر یو په خلکو کې خپل ځای او مینه وال درلودل، چې مینه وال یې پر مړینې سخت خفه شول او دا د هند د سینما لپاره هم یوه لویه ضایعه بلل کیږي.

ویل کیږي د عرفان خان تر مړینې څو ورځې وړاننې یې مور هم مړه شوه، چې له هغېېوروسته د عرفان خان روغتیایي وضعیت هم خراب شو.

عرفان خان په ځانګړې توګه په افغانستان کې خورا مینه وال درلودل، چې ډېر افغانان یې هم پر مړینه خفه دي.

عرفان خان د سلام ممبیي، مقبول، پان سېنګ تومار، هېدر، دي لنچ باکس، پیکور، تالور، او هندي مېډم هغه غوره فلمونه و چې د هند او افغانستان په ګډون یې په ټوله نړۍ خورا ډېر مینه وال پیدا کړل.

ریشي کپور هم چې د سرطان ناروغۍ له کبله مړ شو، د افغانانو ترمنځ یې خورا مینه وال درلودل او ډېر یې په مړینه خواشیني دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More