The news is by your side.

پر اقتصادي فعالیتونو د کرونا ویروس سیوری

خبریال وېب پاڼه/ د ترکمنستان د ګازونل لیکې او د کاسا زر پروژې کارونه له خنډ سره مخ دي

د کرونا ویروس په افغانستان کې د سیمه اییزو سترو اقتصادي پروژو کارونه له ځنډ سره مخ کړي دي.

د ترکمنستان د ګازو نل لیکې او د کاسا زر پروژې له هغو مهمو اقتصادي پروژو څخه دي چې کارونه یې ځنډول شوي دی او یا یې کارونه په سستۍ سره روان دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وايي، د ټاپ پروژې د ځمکو استملاک او د مالکیت حق ثبتېدو کار د کرونا ویروس له امله په سستۍ سره روان دي او تر اوسه په هرات ولایت کې د دې پروژو مسیر کې د ښاریانو دولس نیم زره جریبه ځمکې استملاک شوي دي.

په سیمه کې د تر ټولو سترې پروژې یعنې ټاپې پروژه چې د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هند ته لېږدوي د عملي کار پیلېدل یې د کرونا ویروس د لا خپرېدا د مخنیوي له امله سوکه والي سره مخامخ شوي دي.

دغه پروژه چې د افغانستان په خاوره کې د هرات ولایت څخه پیلیږي، اوس د کرونا ویروس له امله، د یادې پروژې د لارې په اوږدو کې د خلکو د ځمکو استملاک بهیر له سوکه والي سره مخ کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، د کرونا ویروس به د دغې پروژې د پرمختګ کار ته زیان ورسوي.

د ځمکو او ښارجوړولو وزارت شمېرې ښیي، چې تر دا مهاله د هرات په ولایت کې د ټاپې پروژې د لارې په اوږدو کې د خلکو د ځمکو د استملاک چارې، دولس نیم کیلو متره استملاک شوې، هغه شمېره چې د کرونا ویروس خپرېدا څخه مخکې، هم همدا ډول وه او د ځمکو په استملاک کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.

کاسا زر، د انرژۍ په برخه کې د سیمې په کچه دویمه ستره پروژه ده چې د کرونا ویروس خپرېدا له امله ستونزو سره مخ شوې ده.

دغه پروژه چې عملي کار یې د تېر کال په کب میاشت کې د سروبي ولسوالۍ څخه پیل شو،ۍد قرغزستان او تاجکستان برېښنا افغانستان او پاکستان ته لېږدوي.

د برېښنا شرکت وایي د قرنطین پیلېدو سره، د افغانستان په خاوره کې د دوو اوونیو لپاره یې د ستنو د لګولو کار ودریدو، خو له یوې اوونۍ راهیسې، بیرته د کندوز، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو کې یې د ستنو د جوړېدو چارې پیل شوي دي.

د کابل او نورو ولایتونو برېښنا د مرکزي اسیا هېوادونو وارداتي برېښنا پورې تړلې ده.

د دغو ستنو د یوې ستنې نړیدو سره، د کابل برېښنا پرې کیږي.

تمه کیږي چې د کاسا زر برېښنا له لارې هم ۱۳۰۰ میګاواټه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا پاکستان او افغانستان ته ولېږدول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.