مالیې وزارت؛ د کرونا له امله عواید ۱۸ سلنه کم شوي

خبریال وېب پاڼه/د مالیې وزارت په خپل وروستي بیان کې په هېواد کې د کرونا له امله د عوایدو له کم ساري کمښت خبر ورکوي.

د مالیې وزارت وایي چې د تېر کال د دهمدې دورې په پرتله د دغه وزارت عواید ۱۸ سلنه کم شوي دي. دوی زیاتوي که د کرونا له امله روان کړکېچ همداسې دوام وکړي د افغانستان اقتصاد به صفر ته ښکته شي.

په ورته وخت کې د تجارت او صنایعو خونې په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې د کرونا ویروس له خپرېدو سره هېواد له یو ملیارد ډالرو زیات زیان لیدلی دی.

د دغې نړیوالې وبا له امله توله نړۍ سخته اغېزمنه شوې ده خو په افغانستان کې یې ډول دول بحرانونه زېږولي دي. د بریتانیا د ماشوم ملاتړې نړیوالې خپرندویې ادارې د وروستیو ارقامو له مخې افغانستان د ماشومانو د لوږې له امله تر ټولو خطرناک هېواد بلل شوی دی.

دوی وایي چې په دغه هېواد کې شاوخوا ۷ ملیونه ماشومان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي چې که دغه هېواد ته ژر مرستې و نه رسول شي، یړه لویه بشري فاجعه به را منځته شي. دوی همداراز پر نړیوالو غږ کوي چې افغان ماشومانو ته ژر تر ژره بشري مرستې ورسوي.

د مالیې وزارت داسې مهال د اقتصاد د ځوړ خبره کوي چې په هېواد کې د کرونا پېښې تر ۲ زرو اوښتې دي او د دغې وبا له امله څه د پاسه ۶۰ کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورمړی دی او څه کم ۲۵۰ کسان ورڅخه بېرته رغېدلي هم دي.

د دغې وبا د مهارولو لپاره وړمه ورځ د عامې روغتیا وزرات له نړیوالو مرستندیه بنسټونه څخه د مرستې غوښشتنه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د کرونا له امله له یو ډېر بد حالت تېرېږي.

کرونا په ټولو لویو ښارونو کې سوداګریزې چارې په ټپه درولې دي او د مالیې وزارت هم د عوایدو د را ټولولو لپاره خپلې چارې ځنډولې دي.

د دغې وزارت مسؤلین وایي چې کرونا د دولت د مالي منابعو په را ټولولو منفي اغېز کړی او که دا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د افغانستان اقتصاد به له صفر او یا تر هغه هم ښکته لاړ شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More