The news is by your side.

٧ میلیون افغان ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي له امله د بازارونو په تړل کېدو او د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو سره ٧ میلیون ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، چې د هېواد یو پر دریمه برخه نفوس د خوړو له کمښت سره مخ ده.

په داسې حال کې چې ماشومان هره ورځ قوي او ګټورو خوړو ته اړتیا لري، تر څو یې د کرونا ویروس پر وړاندې د بدن دفاعي سېسټم لا قوي شي، د بازارونو له تړل کېدو او خوراکي توکو بیو لوړېدو سره کورنیو ته د ماشومانو د تغذیې دا بهیر سخت شوی دی.

له یو پر درېیمې نفوس څخه ٧,٣ میلیون ماشومان د اپرېل او می میاشت کې د خوړو له کمښت سره مخ دي.

یوازې په تېره میاشت کې د افغانستان د لویو ښارونو په بازارونو کې د اوړو او غوړو په بیو کې ٢٣ سلنه او وریژو او بورې په بیو کې ١٢ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدو له کبله، د کورنیو او هغو کارګرو مالي وضعیت چې کورنۍ پر ورځنۍ ګټې وټې چلوي، سخت خراب شوی دی. د افغانستان د کاروبارونو ډېره برخه پر غیر رسمي او ورځنیو کارونو ولاړه ده او د کار لپاره هېڅ مصؤونیت شتون نه لري.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له بحران وړاندې، بشري مرستو ته د اړمنو ماشومانو شمېر ٥,٢٦ میلیونو ته رسېد چې د افغانستان جګړو بد ترین ځای د ماشومانو لپاره رامنځته کړی.

د ماشومانو د تغذیې په اړه تازه راپور ښیي، چې د پنځه کلنۍ عمر لاندې دوه میلیونه ماشومان په ژوند کې د لوږې له لاسه رنځ وړي. د افغانستان د ښارونو تړل کېدو سره، چې د خراب روغتیایي وضعیت سره ٣,٠ ډاکټران لري او د زرو کسانو لپاره یو ډاکټر موجو دی، په دې معنا چې د خوار ځواکو او ناروغو ماشومانو ژغورل به سخت وي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ ادارې رییس تیموتي بیشپ وایي، موږ ژوره اندېښنه لرو، چې د کوویډ١٩ ناروغي به په افغانستان کې د لوږې د یو طوفان او مرګ په شان وي.

د کوویډ١٩ نامعلوم وضعیت، ډېر شمېر کورنۍ خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو برابرولو ته اندېښمنې کړي، هېڅ معلومه نه ده چې دا وضعیت به تر کومې دوام ولري.

هغه ماشومان چې ورځنۍ تغذیه له لاسه ورکوي، پر نورو ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي، د خوراکي توکو کمښت ممکن د ماشومانو پر جسمي او روحي ودې منفي اغېز ولري.

تیموتي بشپ زیاتوي، کرونا ویروس به پر افغانانو دومره اغېز ونه لري، خو د بازارونو تړل کېدل او د خوراکي توکو بیو لوړېدل ډېرو کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړی وایي، موږ له زیاتو جدي خطرونو سره مخ یو، ماشومان د لوږې له خطره د ژوند او مرګ سره لاس او ګرېوان دي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو، چې په لېرې پرتو سیمو کې، بې وزلو، ځپلو شویو کورنیو، ماشومانو او باردارو میندو سره د مرستو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړي، څو د خوار ځواکۍ او ناروغیو له خطراتو مخنیوی وشي.

تیموتي بشپ همدارنګه پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د دې بهیر د اسانه کېدو لپاره دې همکاري وکړي، افغان ماشومانو ډېر زیاتې سختۍ لیدلي، ډېری یې ان پرته له جنګه په نور هېڅ نه پوهیږي، موږ اجازه نه ورکوو، چې کرونا ویروس او لوږه یې هم ژوند وګواښي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.