The news is by your side.

په نورستان کې ۴۰ نور ښوونځي جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ په نورستان کې د ( ۴۲,۵) میلیونو افغانیو په لګښت پنځه ښوونځي جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په مشرانو جرګه کې د نورستان استازي عبدالطیف نهضتیار د واما ولسوالۍ ولسوال عنایت الله، د کلیو پراختیا ریاست رئیس سید معصوم سیدي، پوهنې ریاست رئیس محمد امین حماد، د ولسي تړون د اقرا‌‌ء برنامې مسؤولینو د واما ولسوالۍ قومي مشرانو او امنیتي منسوبینو برخه اخیستې وه.

دغه ښوونځي چې د کار چارې یې بشپړې شوې درې یې په کامدېش ولسوالۍ کې چې د نانګل د هلکانو لیسه، د بازګل د هلکانو منځنی ښوونځی او د بازګل د جینکو لومړنی ښوونځی، د وایګل ولسوالۍ په شنیګل او د واما ولسوالۍ په پکلا کې د هلکانو او جینکو ګډ لومړنی ښوونځی وو چې دوه څلوېښت نیم میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی و او د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د دغه پرانستې په مراسمو خوښي وښوده او دا یې د نورستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.

والي زیاته کړه دغه ښوونځي د ولسمشر غني په ځانګړي پاملرنه د اقرأ د ملي پروژې له لوري جوړ شوي او د ولایت اړوندو د بېلابېلو ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او کلیو کې په څلوېښتو نورو ښوونځیو کار روان دی چې په نږدې راتلونکې کې به یې د کار چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وړاندې شي.

د کلیو پراختیا ریاست رئیس سید معصوم سیدي وویل: د جوړې شوې لېسې ودانۍ دولس درسي خونې لري او پاتې نور یې شپږ شپږ درسي خونو لرونکي دي چې هره یوه ودانۍ یې د پاکو اوبو څاه او نورو اړین ملحقات لري.

د مشرانو جرګې غړي ښاغلي نهضتیار هم د ښوونځیو د چارو په بشپړېدو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د ولایتي ادارې هڅې وستایلې او ډاډ یی ورکړ چې د ولسونو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره به د ولایتي ادارې سره همکار واوسي.

د واما ولسوالۍ ولسوال او د دغه ولسوالۍ قومي مشرانو د ولایتي ادارې له پاملرنې مننه وکړه او د هر ډول همکاریو ډاډ یی ورکړ .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.