The news is by your side.

٦٨ کلنې ښځې دوه ماشومان زېږولي

خبریال وېب پاڼه/ یوې ٦٨ کلنې ښځې د لویدیځې افریقا هېواد نایجریا په یوه روغتون کې دوه ماشومانو زېږولي دي.

که څه هم ډېری وخت په ځوانو مېرمنو کې د جوړه اولادونو زېږېدل د حرانتیا وړ مسله نه وي، خو د ډېر عمر لرونکو مېرمنو کې چې ډېری وخت يي د اولاد پیدا کېدل هم ناممکه وي، خو دا د حیرانتیا وړ خبره ده چې يوه د ډېر عمر لرونکي مېرمن دې بیا دوه جوړه اولادونه وزېږوي.

خو باید یادونه وکړو چې يادې مېرمن دغه دوه جوړه بچیان د نارمل زېږون په وسیله نه دي زېږولي، بلکې يادې افریقایي ښځې عملیات کړی او د عملیات په پایله کې يې یو زوی او لور زېږېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په هند کې هم يوې اوږد عمر لرونکي جوړې يو اولاد زېږولی و او ویلي یې وو، چې په راتلونکي کې یې د يوه بل اولاد د زېږېدو هیله هم لري.

هغې جوړې دواړو له اویا کلونو پورته عمرونه درلودل او زېږېدلی ماشوم يې د نارمل زېږون په وسیله پیدا شوی و.

دا به ډېره حیرانوونکې خبره هم نه وي، ځکه په نړۍ کې هر کال یو شمېر د ډېر عمر لرونکې مېرمنې په زیات عمر کې اولادونه زېږوي.

ښځینه عموماً د څلوېښت یا پنځوس کلنۍ له عمر پورته نه شي کولی اولاد وزېږوي، خو له دې د ډېر عمر لرونکو ښځو د اولاد زېږېدل نادره خبره ده.

له افغانستان نه په بهر نړۍ کې کورنۍ ډېر لویې نه وي، ځکه هلته ښځې ډېر اولادونه نه زېږوي، خو داسې هم کیږي، چې د ځینو مېرمنو په غبرګوني توګه له دوو ډېر ماشومان پیدا شي.

افغانستان کې تر ډېره زیات شمېر میندې له څلورو او پنځو پورته اولادونه لري، چې په دې توګه یې دلته لویې کورنۍ رامنځته کړي وي.

د نړۍ په نورو هېوادونو کې هر کال د ډېر عمر لرونکو ښځو د ماشوم زېږېدلو یا په غبرګوني ډول د ډېرو ماشومانو د پیدا کېدو پېښې ثبتیږي، خو په افغانستان کې میندې هر کال یا هو یو نیم کال کې یو زېږون کوي، د ډېر عمر لرونکو مېرمنو د اولاد زېږېدنه په کې هېڅ نشته او په غبرګوني ډول د زیاتو ماشومانو زېږېدل په کې په کلونو کې کیږي.

د افغانستان په څېر ټولنه کې په زیات عمر کې د یوې مېرمنې اولاد زېږېدل تر ډېره د شرم وړ بلل کیږي، نو ځکه دلته ښځې په ډېرو عمر کې د اولادونو زېږولو ته زړه نه ښه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.