The news is by your side.

افغانستان د روغتیایي ناورین په لومو کې

خبریال وېب پاڼه/د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا پلټونکې اداره په خپلو تازه موندنو کې ښیي چې افغانستان به له روغتیایي ناورین سره مخ شي.

د بیا روغونې په چارو کې د امریکا پلټونکې اداره یا سیګار وایي چې په افغانستان کې د کمزوري روغتیایي سیستم له امله دغه هېواد له یو ستر روغتیایي ناورین سره مخ دی او په وینا یې که نړیوال ورته توجه و نه کړي، ښایي لویې ستونزې را ولاړې شي.

دغه اداره وروسته له هغه په افغانستان کې د روغتیایي ناورین خبرداری ورکوي چې له کرونا سره په مبارزه کې روغتیایي بنسټونه او اړوند وزارت د ناروغانو په سمه او پر وخت پالنه کې پاتې راغلي دي. د عامې روغتیا وزیر موده مخکې د کرونا پر وړاندې د مجهزو روغتیایي لابراتوارونو د شتون ډاډ ورکاوه خو د دغې وبا د ناروغانو له زیاتېدو سره ثابته شوه چې په هېواد کې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره یو لابراتوار هم لازم تدابیر نه لري.

وړمه ورځ د مشرانو جرګې هم د عامې روغتیتا وزیر او د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د جوړې شوې کمېټې مشر او د ولسمشر سلاکار لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړل، تر څو د هغو کم کارویو په هکله ورڅخه پوښتنې ګروېګڼې وشي چې د کرونا په مبارزه کې یې کړې دي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا ۲۳۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې کې که د پاسه ۲۴۰ کسان بېرته رغېدلي او له ۶۰ زیات ورڅخه مړه شوي هم دي. یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۱۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې ۴۵ پېښې په کندهار، ۴۴ کابل، ۲۸ هرات، ۱۳ بغلان، ۶ جوزجان، ۶ په ننګرهار او نورې په وردګو، بامیان، سمنګان، بلخ او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د سیګار په راپور کې ویل شوي چې کرونا وبا وار له مخې افغانستان ځپلی دی او په دې برخه کې یې د سولې هڅې ټکنۍ کړې دي. له نورو هېوادونو سره د لارو تړل او په سوداګریزه برخه باندې ژورې اغېزې یې د یادونې وړ تکي دي.

وړاندې د سیګار راپور کې راځي چې په افغانستان د کمزوری روغتیایي سیستم، خوارځواکي او دغه راز یو شمېر نورې ستونزې هم سشته چې په دغه هېواد کې یې د روغتیایي ناورین وېره نوره هم زیاته کړې ده. دوی زیاتوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به دغه هېواد د روغتیایي سیستم د یو ډېر بد حالت شاهد و اوسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance