The news is by your side.

افغانستان په تېسټ لوبو کې نهم مقام خپل کړ

خبریال وېب پاڼه/د کرېکټ د نړیوالې شورا یا ICC لخوا په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان د ټېسټ لوبو په ۹ کتار کې راغی.

د ICC یا د کرېکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو تازه د ر جه بندي اعلان کړې ده چې افغانستان په کې له لسم مقام څخه نهم هغه ته صعود کړی دی، چې له بنګله دېش او زمبابوې څخه مخکې والی ښیي.

تازه اعلان شوې درجه بندي له ۲۰۱۹ ز کال د مې میاشتې را په دېخوا د افغانستان د ټېسټ کار کردګیو ته په کتو باندې سل سلنه او تر هغې د مخه بیا ۵۰ سلنه په پام کې نیول شوې ده.

په دغې تازه درجه بندۍ کې آسټرالیا هم لومړي مقام ته صعود کړی دی او نیوزرلنډ او هند یې شا ته پرېښي دي.

په یاده شوې ډلبندۍ کې کې په ترتیب سره آسټرالیا په لومړي، نیوزرلنډ په دویم، هند په دریم، انګلنډ په څلورم، سریلانکا په پینځم، سویلي افریقا په شپږم، پاکستان په اووم، ویسټنډیز په آتم، افغانستان په نهم او بنګله دېش په لسم مقام کې ځای لري. په یوولم مقام کې زمبابوې او دولسم کې بیا وروستی بشپړ عضویت لرونکی آیرلنډ دی.

خو د افغانستان لپاره بد زېری دا دی چې په شل اوریزو لوبو کې دری زینې شا ته تللی او له آووم مقام څخه لسم ته لوېدلی دی. تېر کال افغان لوبډلې که څه هم په شل اوریزو لوبو کې ښې لاسته راوړنې لرلې خو ښایي د کرېکټ د نړیوالې شورا لخوا په درجه بندۍ کې د افغانستان شاتګ د کمو لوبو ترسره کول وي.

په ورته وخت کې د ICC لخوا په اعلان شوې درجه بندۍ کې افغانستان په پنځوس اوریزو لوبو کې خپل مقام ساتلی دی او شا ته یا مخکې نه دی تللی، یعنې په هماغه لسم مقام کې پاتې شوی دی.

افغان لوبډله له تېر نړیوال جام را وروسته په خپل منځي ستونزو تورنه وه او د ډېری مینوالو زړونه ور نه تور شوي او هغه پخوانۍ لېوالتیا ورسره نه ساتي. په بورډ کې هم وخت ناوخت د ناندریو راپورونه ورکول کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.