The news is by your side.

خوشي‌ شوي‌ طالب زندانیان ولي بیاد جګړې ته ځي ؟

خبریال ویب پاڼه – د سولي‌د پروسې پر پار خوشي شویو ځینو زندانیانو بېرته د جګړې لیکو ته مخه کړې ده ؛ ویل کېږي چې دا کار دوی د طالب مشرانو د خوښي بغیر کړی دی .‌

په په کوټه کې ځینو طالب مشرانو خبریال ډاټ کام ته وویل چې دوی له جګړې د زندانیانو د مخ نیوي‌هڅه کوي ؛ خو ځیني‌زندانیان د مشرانو خبرو ته غوږ نه نیسي.‌

د کوټې شورا یوه غړي‌ خبریال ډاټ کام ته وویل چې اوس د طالبانو د زندانونو د کمېسیون مشر ملا ترابي‌ ته دا دنده سپارل شوې چې زندانیان تر هغه وخته د جګړو له لیکو را وګرځوي ؛ تر څو ټوله بندیان دافغان حکومت له زندانونو نه وي‌را خلاص شوي .

د طالبانو د کوټي شورا غړی او د زندانونو د کمېسیون مشر ملا ترابي‌وايي‌‌:‌

د ملا ترابي‌له خبرو داسي‌ښکاري‌چې له زندانونو خوشي‌شوي طالبان دي د توپکو او وسلو سره عکسونه نه وباسي‌ .

تر دې وړاندي خبریال ویب پاڼې د طالب مشرانو داسي‌غږونه خپاره کړل چې ویل یې جنګ جګړو ته به د زندانیانو تر خوشي کېدو وروسته زور او ځواک ورکول کیږي .

بل لوري‌ته وسله والو طالبانو ګواښ کړی چې که چېرته زندانیان په کرونا وایرس مړه شي‌دوی به یې غچ اخلي .

د افغانستان حکومت که څه هم د طالب زندانیانو د خوشي کولو لړۍ روانه ساتلې ده ؛ خو هم همهاله د هیواد له بیلا بیلو زندانونو نه جنايي زندانیان هم خوشي کېږي .

د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د ولسمشر غني د ځانګري فرمانونو له مخې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو زندانيان د هېواد بېلابېلو ولایتونو له زندانونو ازاد شول.

دغه زندانیان په پکتیکا، خوست، غزني، نورستان، نیمروز، بغلان، سمنګان، کونړ، جوزجان، میدان وردګ، کندهار، زابل، پروان، کاپیسا، ارزګان، هلمند او ننګرهار له زندانونو څخه په تېرو څو ورځو کې خوشې شوي دي.

چې له دغو زر تنو یې، ١٦ له پکتیکا
٢١پکتیا، ٦١ننګرهار ، ٥٠کندهار، ١٢میدان وردگ، ٣٢خوست، غزني ٢٨، ١٤١هرات، ٤ نورستان، ٧٠ له بغلان او له سمنګان ٢٩ ازاد شوي او تر راتلونکو ورځو پورې به تر ٥٠٠ نور زندانیان هم آزاد کړل شي.

چارواکي وایي، دغه بندیان په زندانونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه خوشې شوي دي.

کار پوهان په دې باور دي‌چې که چېرته له زندانونو خوشي شوي طالبان بېرتهد جګړو لیکو ته وروګرزي ؛ ښايي د پآتې نورو زندانیانو د خلاصون لړۍ ټکنۍ کړي‌او دا به د طالبانو هغه ژمنه ماته کړي‌چې له افغان حکومت او نړۍ والي ټولنې سره یې کړې ده .

ملاذاکر پر کور خو ملا یعقوب دنظامي کمېسون مشر وټاکل شو
طالبانو ومنله چې د هلمند مرستیال والي‌ افغان پوځ نیولی
ای ایس ای د کوټې ‌شورا طالب مشران هلمند ته لېږلي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.