The news is by your side.

شمال کې د طالبانو بريدونو زياتوالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ له تېرې يوې مياشتې راهیسې طالبان هره ورځ په بلخ، سرپل، جوزجان، بدخشان، تخار او کندوز کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

د دې جګړي مسؤوليت تر ډېره د ولسي پاڅون کوونکو پر غاړه دی، ځکه چې ملي اردو لا هم په دفاعي حالت کې ده.

ملي امنيت شورا ويلي، چې د امريکايانو او طالبانو تر منځ د سولې تر هوکړه لیک وروسته د دې ډلې جنګياليو تر دې مهاله ۳۳۷ ملکيان وژلي، ۴۵۲ ملکيان يې ټپيان کړي او ۱۶۴ نور يې تښتولي دي.

خو طالبانو بيا د ملي امنيت شورا دا ادعا رد کړې ده.

بل خوا بيا د ملګرو ملتونو سازمان له کرونا ويروس سره د اغېزمنې مبارزې په موخه په خپلې ليکل شوې قطعنامي کې د دریو مياشتو لپاره په ټوله نړۍ کې د جګړې د بندېدلو غوښتنه کړې ده.

دا چې طالبان به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دا غوښتنه ومني او که نه، دا لا تر دې مهاله معلومه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

سيمه ايېزو چارواکو ويلي چې ماين د طالبانو له لورې ښخ شوی وو او وژل شوو کسانو کې دوې ښځي او يو کوچنی هم شامل دي.

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې نهه تنه سیمه اییز پاڅونوال وژل شوي دي.

بل خوا بیا پر همدې مهال د سمنګان د ولایتي شورا مشر راز محمد وویل چې طالبانو تېره شپه له درې اړخونو په دره صوف ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې په وینا یې سیمه اییزو پاڅونوالو ته درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.

چارواکي وايي، نښتې څو ساعته دوام درلود چې وروسته طالبان له سیمې څخه په شا وتمبول شول.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما هم تېره اوونۍ په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.

یوناما د ولسي افغانانو د مرګ‌ ژوبلې ۵۵ سلنه مسؤولیت د افغان دولت د وسله‌ والو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې دغو وسله‌ والو ډلو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸۲ غیرنظامیان وژلي او ۴۲۸ یې ټپیان کړي دي.

په دې راپور کې طالبان د ۳۹ سلنه ولسي مرګ‌ ژوبلې مسؤول بلل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.