The news is by your side.

پر عارف وزیر پاکستان پلوو طالبانو برید کړی

خبریال ویب پاڼه – د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ عارف وزیر چې د علي‌وزیر د تره (اکا) زوی دی د پاکستان پلوه طالبانو برید کړي چې پاکستاني استخبارات یې ګوډ طالبان بولي‌.

عارف وزیر په برید کې سخټ ټپي شوی دی ؛ آن تر دې چې له عارف سره نېژدې کسانو هغه شهید بللی ،خو د پي ټي ایم مخکښ محسن داوړ وايي چې نوموړی ټپي خو په سخت حالت کې دی .

عالي‌وزیر په یوه واتسپ پیغام کې د برید پخلی کړی او ویلي ‌یې دي‌چې پاکستان په هره روژه کې دا ډول بریدونه کوي‌؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ به روان وي‌.

دپاکستاني ملېشو(ګوډ طالبان) له اړخه تر اوسه کوم غبرګون نه دی را څرګند شوی ؛ البته تر دې وړاندي پاکستاني‌استخباراتو پر عارف وزیر باندي تور پوري‌کړی وو چې د پاکستان دښمني‌ته یې ملا تړلې او په لویه کې د پآکستان ریاست نه مني‌.

تر دې وړاندي‌هم اټکل داوو چې پر عارف وزیر به برید کېږي‌؛ هغه ته د پي ټي‌ ایم مشرانو د احتیاط کولو هم ویلي‌وو؛ خو نوموړی په دې عقیده وو چې د پښتون ژغورنې په لار کې مرګ ته تیار دی .

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشري‌وړانګي لونۍ د خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دا برید د (ګوډ طالبانو) یعني‌ښه طالبانو له لوري‌شوی دی .

ګوډ طالبان هغه ډله ده چې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني‌ملیشو دنده لري‌او په مکمل ډول یې د پآکستان استخبارات اکمال او استعمال کوي .

پر عارف وزیر دغه برید په پښتونخوا ؛ افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو سخت غبرګونونه را پارولي ‌دي‌.

که څه هم تر دم ګړیه لا د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري‌ د کوم ګام اخیستلو په تړاو اعلان نه دی شوی ، خو په لویه کې ښايي داځل پښتانه پاکستاني پوځ ته ددغه شهادت په تړاو کوټلی غبرګون وښيي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.