The news is by your side.

د طالبانو امر بالمعروف وزیر: یوناما راته ویلي اروپا کې ستاسو په څېر ادارې جوړېدلو ته سخت ضرورت دی

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي وایي اروپا هم زموږ په څېر د ادارې جوړولو په ارمان ده.

خالد حنفي وایي په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما استازو راسره په لیدنه کې وویل او ټینګار یې وکړ چې ستلسو “طالبانو” په څېر ادارې جوړېدلو لپاره اروپا هم سخت ضرورت لري.

حنفي ادعا کوي چې یوناما د امر بالمعروف د چارو ستاینه هم کړې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په افغانستان دننه افغانان او نړیواله ټولنه هم د باد وزارت له کړنو نا خوښه ده او پر ښځو بې ځایه او بې ګټې بندیزونه لګوي چې له همدې کبله د یاد وزارت کړنې تر نیوکو لاندې دي.

په ورته مهال د طالبانو یاد وزیر پرون په یو غونډه کې دا هم وویل چې علم فرض نه دی، مباح دی او کله چې د مباح او امیر د حکم ترمنځ تعارض راشي د حکم پر ځای کول واجب ګرځي.

د امر بالمعروف وزیر یادې څرګندونې د خواله رسنیو له لوري غندل شوي او له دې سره سره پرې مانډې هم وهل کیږي.

Comments are closed.