رینا امیري: لاریونوالو مېرمنو سره د طالبانو تاوتریخوالی د زور نه؛ کمزورۍ نښه ده
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي د لاریون کوونکو مېرمنو سره د طالبانو له خوا زور زیاتی د زور نه د کمزورۍ نښه ده.
اغلې امیري په کابل کې د مېرمنو پروني لاریون سره د طالبانو د تاوتریخوالي او زور زیاتي په اړه په ټوېټر لیکلي چې د باور وړ حکومتولي باید د ټولنې د کمزوري قشر په ملاتړ غوښتنې ځواب کړي نه د دې قشر په ځپلو، د ویرجنو میندو پر وړاندې دا تاوتریخوالی د وېرې او کمزورۍ ښکارندوی دی نه د پیاوړتیا او اختیار لرلو.
پرون شبنه کابل کې لسګونه مېرمنې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځ د برید په غبرګون په لاریون را وتلې وې، چې د طالبانو له خوا په تاوتریخوالي واوښتې.
طالبانو د لاریون په ځای کې د ښځو د لاریون خورولو لپاره هوایي ډزې وکړې.
د لاریون یو شمېرې ګډونوالو مېرمنو په خواله رسنیو لیکلي چې د دوی له ډلې ځینې یې د طالبانو له خوا پر مخ په څپېړه هم ووهل شوې، همدا راز هغه انځورونه چې خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي په کې ښکاري چې یو طالب د یوې مېرمنې لاسونه ولچک کوي.
یاد لاریون چې د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شو په نړۍ کې توند غبرګونونه راپارولي.
افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم د طالبانو دا کار غندلی او زیاته کړې یې ده چې طالبان باید د ټولو افغانانو حقونه حفظ کړي او په سوله ایزو لاریونونو کې دې د وسلې له کارولو ډډه وکړي.
Comments are closed.