د هرات پوهنتون ښځینه زده کړیالانو په کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون لاریون کړی
له کابل وروسته هرات کې ښځینوو کابل کې د جمعې ورځ برید په غبرګون کې لاریون کړی.
د هرات دولتي پوهنتون ښځینه زده کړیالانې د جمعې په ورځ په کاج ښوونیز مرکز د برید غبرګون کې نن سهار لاریون راویستلی.
د تېرې جمعې په ورځ د کابل دشت برچې سیمه کې په کاج ښوونیز مرکز ترهګریز برید وشو چې په سلګونه زده کوونکې په ځانګړې توګه نجونې په کې شهیدې او ټپیانې شوې.
د یاد برید مسؤولیت کومې وسله والې ډلې ونه مانه او هم مهاله د طالبانو حکومت یاد برید وغانده.
دغه برید د نړیوالې ټولنې له خوا هم په کلکو ټکو وغندل شو او له طالباتو یې وغوښتل چې د ورته بریدونو مخه ونیسي او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه او ژوند دې خوندي کړي.
طالبانو همدا راز په کابل کې د ښځو پرونی لاریون په تاوتریخوالي بدل کړ او پر ښځینه لاریون کوونکو یې هوایي ډزې وکړې.
د طالبانو دا کار د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا استازې رینا امیري او کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وغانده او له دوی یې وغوښتل چې د سوله ایزو لاریونونو پر مهال دې وسله نه کاروي.
د طالبانو حکومت د یوناما دې غوښتنې ته تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
Comments are closed.