The news is by your side.

هند بهرنیو چارو وزارت: افغانانو ته مو د امنیتي اندېښنو له کبله ویزې ځنډولې دي

هند د اوږدې مودې را په دې خوا افغانانو ته د هند ځنډولې دي.

تازه د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر ویلي د امنیتي اندېښنو له کبله یې افغانانو ته د هند ویزې ځنډولې دي.

هغه په هند کې په یو تازه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د طالبانو د حکومت له پیل سره یې په کابل کې ډیپلوماټیک فعالیت کم رنګی شو او دا د دې لامل سو چې افغانانو ته د ویزې د ورکړې پروسه له خنډونو سره مخ شي.

نوموړی وایي د ویزو ورکړه ځکه له خنډونو سره مخ شوه چې دوی د لوژیستیکي ستونزو له کبله د ویزې مراجعینو د هویت په اړه بشپړ ډاډ نه شي ترلاسه کولی خو وایي افغانان دې حوصله ولري دوی به د ډاډ ترلاسه کولو په صورت کې بیا د ویزو د ورکړې پروسه پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې لا هم ډېر افغان زده کړیالان چې تېر کال یې تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي وو د هند ویزو ته په تمه دي او معلومه نه ده چې کله به ورکول شي.

زده کړیالان د هند له حکومت د ویزو د ژر تر ژره ورکولو غوښتنه کوي او وایي چې زده کړې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

Comments are closed.