The news is by your side.

د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه کې سل زده کړیالانې د خوړو په واسطه مسمومې شوي

د کابل پوهنتون د نجونو لیله کې د ۱۵۰۰ نجونو له ډلې سل نجونې د خوړو په واسطه مسموم شوي دي.

د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالانو رسنیو سره خبرو کې ویلي چې یاده پېښه وړمه شپه رامنځته شوې او د لیلیې چارواکو سره یې د پېښې له شریکولو وروسته هم چا کوم اقدام ونه کړ او نجونې تر سهاره روغتون ته انتقال نه شوې.

دوی وایي په روغتون کې هم د لیلې چارواکو د مسمومو شویو نجونو د نورو طبي معایناتو مخه ونیوله او یوازې سېرومونو لګولو اجازه یې ورکړه. په وینا یې د لیلیې چارواکي یې له لیلې بهر د خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اړیکې او ترې د مرستې غوښتلو اجازه هم نه ده ورکړې.

په ورته مهال ویل کیږي چې د کابل پوهنتون ښځینه زده کړیالانو د پرون ورځې لپاره د لاریون را ویستلو تابیا کړې وه اوس شک دا دی چې یادې نجونې په قصدي ډول مسمومې شوي څو په لاریون لاس پورې نه کړې او هم له درس پاتې شي.

بل لور بیا د کابل پوهنتون طالب چارواکي وایي د کابل پوهنتون د نجونو مسموم کېدل هسې اوازه ده، دوی ته په خوراک کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغي پیدا شوې وه چې د عامې روغتیا وزارت هٸیت یې معاینات وکړل، د مسموم نښې په کې ونه لیدل شوې او هم یې پر وخت درملنه ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده له څو ورځو راهیسې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د دولتي پوهنتونونو ښځینه زده کړیالانو پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې لاریونونه را ویستي وو چې د طالبانو له خوا له سخت غبرګون او تاوتریخوالي سره مخ شوې.

Comments are closed.

koi finance