The news is by your side.

د پخواني ولسمشر ببرک کارمل زوی کاوه کارمل د ورپېښې ناروغۍ له کبله ومړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر ببرک کارمل مشر زوی رفیق کاوه کارمل د ۵۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله روح حق ته وسپاره.

کاوه کارمل له ډېرو کلونو را په دې خوا په ډنمارک کې اوسېده

نوموړی پرون ماښام اووه بجې د ډنمارک کوپنهاګن په غاسکلیه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

ښاغلی کارمل د افغانستان د حزبي اروپا د شورا مشر هم و.

د کاوه کارمل همفکره ملګري د نوموړي مړینه لویه ضایعه بولي او زیاتوي چې کاوه کارمل هېواد او د هېواد له مېړنیو خلکو سره مینه درلوده او تل یې د ټولنیز عدالت، د اتباعو د حقونو برابرۍ، د افغانستان د مظلومو او مبارزو خلکو د هوساینې، د ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ژوند د ښه والي لپاره فکر او مبارزه کوله.

وایي، چې په دې حساس پړاو کې د هغه نشتوالی د افغانستان د پرمختګ او دیموکراتیک غورځنګ لپاره نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

کاوه کارمل د خپل ځوانۍ کلونه په مسکو کې د پوهنتونونو په کچه د لوړو زده کړو په ترلاسه کولو تېر کړل او د ژوند ډېره برخه یې په ډنمارک او آلمان کې تېره کړه.

Comments are closed.