The news is by your side.

عباس ستانکزی: پخواني شوروي، ناټو او امريکا د افغانستان اقلیمي وضعیت خراب کړی

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د افغانستان اقلیم او چاپېريال نړیوالو خراب کی.

ستانکزي د اقلیمي بدلون د نړيوالې اوونۍ په غونډه کې وويل پخواني شوروي، ناټو او امريکا د افغانستان د هوا او چاپېريال د خرابوالي عاملين دي.

د نوموړي په وينا يادو هېوادونو افغانستان کې د جګړې پر مهال وسلې کارولي او د افغانستان اقلیمي وضعیت ورسره خراب شوی، اوس دوی باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

همدا راز یادې غونډې ته د رييس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د وينا پر مهال وويل، د هېواد په شمال، شمال لویدیځ او سوېل لوېديځ ځینو سيمو کې خلک د بې وخته ورښتونو او اقلیمي بدلون له کبله اغېزمن شوي او له ستونزو سره مخ دي.

طالبان د اقلیمي بدلون نړيواله اوونۍ داسې مهال لمانځي چې د دوی د حکومت د پیل راهیسي افغانستان اقلیمي وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي خو دوی په دې برخه کې کوم پلان او مسلکي طالبان هم نه لري چې څه نا څه د اقلیمي وضعیت د ښه والي لپاره عملي کار وکړي.

Comments are closed.