The news is by your side.

د پاسپورټ ادارې رييس د فساد په تور له دندې شړل شوی، طالبانو نوی رییس معرفي کړو

د طالبانو د پاسپورټ ادارې رييس عالم ګل حقاني د فساد په تور له دندې شړل شوی، د هغه د ورور هم د شرابو او نجونو سره د اخلاقي فساد ویډیو ګانې خپرې شوې وې.

طالبانو د عالم ګل حقاني پر ځای د حقاني شبکې بل ملا مولوي عبالکریم حسيب د یاد ریاست د رییس په توګه معرفي کړو.

د طالبانو د حکومت له پیل سره سم د پاسپورت له ریاست نه د فساد ډېرې ازاوې راپورته کیږي. ویل کیږي چې د پاسپورت ریاست طالب کارکوونکي د ډېرو پیسو او رشوت په بدل کې مراجعینو ته په کمه موده کې پاسپورت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې پاسپورت ریاست ته مراجعین زیات شوي او ځینې یې عاجلو پاسپورتونو ته اړتیا لري خو طالبان د عامه خلکو له مجبوریو دا ډول ګټه پورته کوي او یو پاسپورت ورته په زرګونه ډالر ورکوي.

که څه هم طالبان په خپلو دولتي ادارو کې د فساد موجودیت نه مني خو د پاسپورت ریاست کې پر شته فساد سترګې نه شي پټېدی.

Comments are closed.