افغان لوبډله د نړیوال جام په درشل کې نن له بنګله دېش سره تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماسپښین ۱۲ بجې د شل اوریز نړیوال جام په يو تمریناتي سیالۍ کې د بنګله دېش لوبډلې سره مخامخ کيږي.

د کرکټ شل اووريز نړيوال جام پرون په آسټراليا کې پيل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ ډاډ ورکوي چې لوبډله له هره اړخه نړيوال جام سياليو ته چمتو.

افغانستان به دا راز د چهارشنبې په ورځ په يوه بله تمریناتي سیالۍ کې له پاکستان سره مخامخ شي.

په یاد جام کې ۱۶ لوبډلې لوبيږي او افغانستان د نړۍ په کچه د پياوړو لوبډلو سره په یو ګروپ کې سيالي کوي.

افغان لوبډله په نړیوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه د شنبې په ورځ «اکټوبر په ۲۲مه» د انګلینډ په وړاندې کوي.

همدا راز دويمه لوبه به يې د نیوزیلنډ سره د اکټوبر په ۲۶مه او دريمه لوبه به یې د نومبر په څلورمه د کوربه هېواد استراليا پر وړاندې وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More