The news is by your side.

د برېښنا شرکت: که د برېښنا شرکت پوروړي پور ورنه کړي جایدادونه يې خرڅوو

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وايي د دې شرکت ټول پوروړي دې خپل پورونه ادا کړي.

یاد شرکت د پخواني نظام چارواکو، سياسيونو او زورواکو ته خبرداری ورکوي چې زر تر زره دې خپل پورونه ادا کړي کنه نو جایدادونه یې پلوري.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله ميوندي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وویل، يوازې د تېر نظام چارواکي او سياسيون له دې شرکت ۵۰۰ ميليونه افغانيو پوروړي دي. وايي ځينو يې موږ سره اړيکه ونيوله چې ژر به خپل پورونه ادا کړو خو که پورونه ادا نه کړي پر وړاندې يې اقدام کوو او جايدادونه يې مصادره کوو.

نوموړي زياته کړه، تېرو دوه اوونيو کې مو د برېښنا شرکت ۳۲۹ پوروړي وپېژندل چې ۳۳ پوروړو يې خپل ۳۰ سلنه پورونه ادا کړل.

دا راز د برېښنا شرکت نورو پوروړو ته هم خبر ورکړي که پورونه ادا نه کړي د دوی له جدي چلند سره به مخ شي.

لا هم په هېواد کې ډېرې سیاسي او د ځواک او زور څېرې د برېښنا له درکه د یاد شرکت لکونه افغانۍ پوروړي دي.

طالبانو له يو کال هم له ډېر وخت لګيا دي او خپلو پوروړو ته ګواښونه کوي چې پورونه راوړئ خو پوروړي يې په ګواښونو غوږ هم نه ګروي او نه يې طالبانو پر وړاندې جدي اقدام کړي.

Comments are closed.