د افغانستان سترې محکمې پخوانی رييس محمد يوسف حليم په جلاوطنۍ کې ومړ
د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رييس قاضي القضات محمد يوسف حليم په متحده اماراتو کې وکړ.
هغه ته د نزدې سرچینو خبريال ډاټ کام ته وويل چې ښاغلي حلیم به هره دوشنبه روژه نیوله پر همدی ورځ روژه وو او مسجد ته د ماذیګر لمانځه لپاره تللی دې په جمع ولاړ وو کله چې د دویم رکعت سجدې ته لاړ را پرېوت دې او ساه یې ورکړه.
محمد يوسف حليم د جمهوريت د وروستي د سترې محکمې قاضي القضات وو او د اشرف غني د دويمې وروستۍ دورې د لوړي مراسم يې هم ترسره کړي.
ښاغلي حلیم د سترې محکمې تر رياست وړاندې د عدليې وزارت د قانون جوړونې علمي څېړنو کې رییس هم پاتې شوی وو.
د نوموړي په مړينه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم خواشیني څرګنده کړې.
اشرف غني په يوه اعلاميه کې له هېواد سره د ښاغلي حلیم د صداقت او ايماندارۍ یادونه کړې او د هغه مړينه يې د افغانستان لپاره لويه ضايع بللې ده.
Comments are closed.