The news is by your side.

طالبان اقرار کوي؛ وايي ملت له موږ خوشاله نه دی

د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اقرار کوي چې ملت له دوی خوشاله نه دی او تر اوسه يې د ملت لپاره هېڅ څه نه دي کړي.

برادر نن په کابل کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال ويلي، چې په تېر يوه کال کې د دوی حکومت د ملت او هېواد لپاره څه نه دي کړي او وايي چې موږ بايد‌ ډېر کار وکړو.

برادر زياته کړې دا چې ملت ترې خوشاله نه دی بايد د بنسټيزو پلانونو په عملي کولو د ملت رضايت تر لاسه کړي.

د طالبانو ياد لور پوړی چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په رښتيا هم ملت د طالبانو له حکومت راضي او خوشاله نه دی.

افغانان وايي له طالبانو ځکه خوشاله نه دي چې تر اوسه يې د دوی لپاره هېڅ بنسټيز او ګټور کار نه ده کړی بلکې د‌ دوی په حکومت کې يې اقتصادي او ټولنيز وضعيت لا خراب شو او ورځ تر بلې بدتريږي.

طالبانو د یو نیم کال حکومت کولو نه اوس هم نه دي توانيدلي په رسميت وپيژندل شي او نه يې هم نړيوال مشروعيت ترلاسه کړی‌

نړيواله ټولنه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی ولري او مراعات دې يې کړي په دې صورت کې به يې د‌ حکومت د‌ رسميت پيژندلو چانس پيدا شي.

Comments are closed.