fbpx

شاه سوار: په تېر ژوند پښېمانه یم

د پاکستان پخواني هنر مند شاه سوار په پېښور کې د مشال راډیو سره په یوې تازه مرکه کې د فن او تبلیغ په تړاو خبرې کړی دي ٢٦ کلن شاسوار چې پخوا یې سندرې ویلې اوس یې تازه تبلیغ ته مخه کړې.

شاه سوار چې د پاکستان په صوابۍ کې زېږېدلی دی د خپل ډېر ژوند ډېره برخه یې په کراچۍ کې تېره کړې ده شاسوار په دې مرکه کې ویلي چې د پیل څخه یې د تعلیم سره شوق نه و نو له همدې کبله یې فن ته مخه کړې وه نوموړی وایې فن یې په کراچۍ کې د استاد ظفر علي خان څخه زده کړی و چې وروسته یې د فن پیل له خیبر پښتونخوا کړی و.

شاه سوار په مرکه کې وړاندې وایې چې د سندرو سره سره یې په فلمي نړۍ کې هم کار کړی دی، د ده لس فلمونو یادونه کړې چې د فن په دوره کې یې په کې کار کړی و چې تر ټولو ښه فلم یې په اردو ژبه د رسامي په نوم و چې له همدې فلم وروسته یې تبلیغ ته مخه کړه.

شاه سوار وایې اونیم کاله مې د یو سندر غاړي یا فن کار په توګه کار وکړ چې سخت پرې پښېمانه یم، شاسوار چې عمر یې اوس نږدې ٢٦ کاله دی د تېر ژوند يه تړاو وایې چې په غلته لار روان وم، فضول وخت مې تېر کړ.

دی د مرکې په یوه څنډه کې ویلي: فن کاران زمونږ بچو ته ښه ښه سبق ورښيي، شاعران اشعار لیکي، لوی لوی شاعران تېر شوي رحمان، بابا غنی بابا، خو زما لار غلطه وه به دې ژاړم چې کاش وختي مې تبلیغ ته مخه کړې وی.

د مینوالو په تړاو وایې چې یو وخت فنکار وم. خو دومره مینه عزت چې په دین کې دی بل څه کې نشته، دی زیاتوي چې مینوال مې له هغې زیاته مینه راکوي او څوک راته امر صاحب، څوک راته مولوی صاحب او څوک راته قاري صیب وایې .

شاه سوار د مرکې په وروستیو کې وایې، د نورو هنرمندانو توقع لرم، چې تبلیغ ته راشي، ده د یو بل سندرغاړي رحیم شاه نوم واخیست چې ډېر ژر به د څلور میاشتو لپاره تبیلغ ته مخه کړي.