طالبان: راستانه شويو شخصیتونو څخه مسلکي کسانو ته يې په نظام کې کار ورکوو
د طالبانو حکومت له خوا له هېواده وتليو شخصيتونو د بېرته راستنولو لپاره د «افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسيون» په نوم اداره جوړه کړې چې د دوی پر وينا د کمېسيون له پيله تر اوسه سلګونه افغان شخصيتونه هېواد ته راستانه شوي.
شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وايي په راستنو شويو کسانو کې د تېر نظام لوړ پوړي چارواکي او هغه کسان شامل دي چې د منفي تبلیغاتو له کبله يې وطن پرېښی وو.
د ياد کمېسيون د شمېرو له مخې تر اوسه ۳۷۰ شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي.
د دوی په وينا په راستنو شویو کسانو کې به مسلکي او وړ کسانو ته هم په نظام کې د کار کولو فرصت ورکړي.
خو تر اوسه د طالبانو په نظام کې د تېر نظام چارواکي او شخصيتونه نشته چې دوی دې کار ورکړی وي بلکې خلک شکايت کوي چې ټول يې د طالبانو خپل کسان په دندو او کار ګومارلي دي.
د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون افغانستان ته د شخصیتونو د بېرته راستنېدو خبره داسې مهال کوي چې ډېری راستانه شوي کسان هم بېرته له هېواد وتلي دي او د دې تر څنګ د تېر نظام هغه مطرحې څېرې چې د طالبانو له واک وروسته هم په هېواد کې پاتې دي د طالبانو له لوري ورته د بهرني سفر اجازه نه ورکول کیږي.
Comments are closed.