The news is by your side.

هندي الاصله ريشي سونک د برېټانيا نوی لومړی وزير شو

د برېټانيا محافظه کار ګوند د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ لپاره ټاکنې وکړې.

هندي الاصله برېټانيايی او د برېټانيا د ماليې پخوانی وزير ريش سونک وتوانېد چې د برېټانيا د لومړي وزير څوکۍ وګټي. او نن رسماً د بریټانیا لومړی وزیر اعلان شو.

پخواني لومړي وزير بورېس جانسن هم د ريشي سونک سره سيالي کوله خو هغه له ټاکنو وړاندې له نوماندۍ لاس په سر شو.

تر ريشي سونک مخکې ليز ټرس له ۴۵ ورځو واکمنۍ وروسته تېره اوونۍ د برېټانيا د لومړي وزير له څوکۍ استعفا وکړه.

لېز ټرس د استعفا نه وروسته په خپلو لنډو خبرو کې ويلي وو، چې ولس سره د ماموريت پر اساس کړيو ژمنو عملي کولو کې پاتې راغلې يم اوسنیو شرایطو ته په کتو نه شم کولی نو ځکه مې پاچا ته هم له خپلې څوکۍ د استعفا په اړه احوال ورکړی.

ليز ټرس د برېټانيا په تاريخ کې د تر ټولو کمې مودې لومړۍ وزيره شوه چې ۴۵ ورځې د حکومت په راس کې وه.

په آغلې ټرس د خپل ګوند او ولس له خوا يې هغه وخت فشارونه زیات شول چې د اقتصاد لپاره يې نوې تګلارې اعلان کړې چې جنجالي وې او د نوموړې په واکمنۍ کې پونډ هم تر بل هر وخت ډېر را ولوېدل.

Comments are closed.