نجونې زده کوونکې: طالبان زموږ په راتلونکي لوبې کوي؛ د ښوونځيو له تړلو يې ۴۰۰ ورځې ووتې
د طالبانو له واکمنۍ سره سم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول، د طالبانو د يو نيم کال واکمنۍ په موده کې په ټول هېواد کې يوازې يو ځل د نجونو ښوونځي پرانيستل شول خو بېرته يې په همغه تازه ورځو کې نجونې له ښوونځيو وشړلې او دا دی نن د تړلو ښوونځيو ۴۰۰ ورځې پوره شوې چې د نجونو لپاره يې دروازې نه دي پرانيستل شوي.
له شپږم ټولګي پورته نجونې زده کوونکې وايي، طالبان زموږ په راتلونکي لوبې کوي، د ښوونځيو تړل ورته يوه وړه خبره ښکاري نو موږ يې کلونه کلونه شا ته وېوړو.
طالب چارواکي هم هر ځل د نجونو د ښوونځيو په اړه وايي چې ژر به پرانيستل شي او په يو ترتيب يې کار شروع کړی چې د ترتيب له مخې په ترتيب ښووځي پرانيزي.
خلک بيا له طالبانو ګيله لري او وايي دا څه ډول ترتيب دی چې تر اوسه ترتيب نه شو او نه يې د لوڼو او خويندو پر مخ ښوونځي پرانيستل شول.
د ښوونځي يوه زده کوونکې چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له کبله يې نوم ياد شي خبريال ډاټ کام سره په خبرو کې وويل «يوولسم ټولګي ته تازه بريالۍ شوې وم چې طالبانو راباندې ښوونځي وتړل يو کال مې ضايع شو اوس مې بايد په دولسم ټولګي کې درس ويلی او څو مياشتې وروسته به فارغېدېم خو د طالبانو د حکومت له امله مې خوبونه اوبو يوړل.»
يوه بله زده کوونکې چې اوس مهال په شپږم ټولګي کې درس وايي خپله انديښنه له خبریال ډاټ کام سره شریکه کړه.«زه او کورنۍ مې اندېښنه لرو که شپږم ټولګي مې درس پای ته ورسي خو طالبان له دې پورته ټولګيو کې نجونو ته د زده کړو اجازه ور نه کړي نه پوهېږم څومره وخت به مې ضايع شي.»
خو طالب چارواکي بار بار د نجونو د ښوونځيو د ژر پرانيستلو خبره کوي او په همدا ډول ژمنو او خبرو يې ميليونونه افغان نجونې له نامعلوم برخليک سره مخ کړي دي.
Comments are closed.