The news is by your side.

د سردار محمد داود خان روغتون لپاره د رييس په توګه د بې سواده ملا د ګومارلو له امله د خلکو غبرګونونه

طالبانو د سردار محمد داود خان روغتون رييس ډاکټر اسماعيل وردګ له دندې لیرې کړ او پر ځای يې ملا شفيق د روغتون رييس وګومارل شو.

عام خلک په طالبانو غوسه دي چې مسلکي او وړ خلک له دندو لېرې کوي او پر ځای خپل بې سېواده کسان ګوماري.

د خواله رسنيو ځينو کاروونکو ويلي طالبان ښه نه کوي چې د مسلکي او کاري کادرونو پر ځای د خپلو مدرسو فارغان په دندو ګوماري چې نه د خپل اړوندې دندې په اړه معلومات لري او نه خپل مسووليت پر ځای کولی شي.

تازه طالبانو په نوې پرېکړه کې د سردار محمد داود خان روغتون رييس ډاکتر اسماعيل وردګ چې د هډوکو ارتوپيډي متخصص او جراح وو له دندې لېرې کړی.

ډاکټر اسماعيل کلونه وړاندې د هډوکو ماتو کسانو لپاره داسې تله جوړه کړه چې په ماتو هډوکو کې هم په کې قدم اخيستلی شو.

د نوموړي جوړه کړې الله نه يوازې په افغانستان کې بلکې په بهرنيو هېوادونو کې هم خورا ډېر شهرت پيدا کړ.

Comments are closed.

koi finance