The news is by your side.

روسيه د اوکراين جګړې ته د افغانستان د جمهوري نظام کومانډو ځواکونه جذبوي

فارن پاليسي مجلې په يو تازه راپور کې ويلي، روسيه هڅه کوي د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره د افغانستان د جمهوري نظام کومانډو ځواکونه جذب کړي چې د جذب لړۍ يې هم پيل کړی.

په راپور کې راغلي چې په دې تړاو ورسره د افغان کومانډو ځواکونو هغه جزييات ورکړي چې د روسيې له خوا دوی سره اړيکه نيول شوې وه.

په دې راپور کې د نظامي چارو کارپوهانو په وينا د افغانستان د کومانډو ځواکونو شمېر شاوخوا ۳۰ زره دی چې د روزنې لپاره پرې ميليونونه ډالر لګښت شوی خو اوس د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره کم لګښته ځواکونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت له پيل سره زيات شمېر کومانډو ځواکونه د ځاني خونديتوب لپاره له افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته ووتل او ځينې يې دلته بې برخلیکه د ژوند له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره شپې سبا کوي.

طالبانو هم افغان کومانډو او امنیتي ځواکونو ته پاملرنه ونه کړه هغه شمېر چې په هېواد کې پاتې وو له دندو يې لېرې کړل او شکنجه او بيا يې ووژل.

په افغانستان کې دا مهال د پخواني جمهوري نظام پاتې سرتيري هم د امنيتي ستونزو او ځاني خونديتوب لپاره اړ دي چې هېواد پرېږدي.

Comments are closed.

koi finance