The news is by your side.

روسيه: افغانان به نور په پاکستان او ايران کې زموږ له کونسلګريو ويزې اخلي

کابل کې د روسیې سفارت تازه اعلان کړی چې افغانان به نور په پاکستان يا ايران کې زموږ له کونسلګريو ويزې اخلي.

تر دې وروسته هغه افغانان چې د روسيې ويزو ته اړتيا لري او دي چې د ويزې تر لاسه کولو لپاره ايران يا پاکستان کې د روسیې کونسلګريو ته مراجعه وکړي.

د روسیې ویزه اخيستونکي افغانان اړ دي چې لومړی په پاسپورټ د پاکستان يا ايران ويزه ولګوي او بيا د روسيې ويزه ترلاسه کړي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې کابل کې د روسیې په سفارت وسله وال چاودنه وشوه چې په کې د روسيې سفارت کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله واوښته او روسيې له همغه وخت په کابل کې کونسلي او ډيپلوماټيک فعاليتونه ودرول.

روسيه لا هم افغانستان کې امنيت ډاډمن نه بولي. اوونۍ وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سيکا کنفرانس په سرمشريزه کې هم ياد بريد ته په اشارې ويلي وو چې په کابل کې لا هم د امنيت ټينګښت نشته او له دې خاورې د ترهګرو وېره لا هم شته.

په دې وروستيو کې اروپا ته د تګ لپاره ډېری افغانانو د روسيې ويزو اخيستلو لپاره سفارت ته مراجعه کوله او غوښتل يې د روسيې له لارې اروپا ته لاړ شي خو اوس اړ دي چې ويزه په پاکستان يا ايران کې ترلاسه کړي.

Comments are closed.