The news is by your side.

راشد خان سږ کال د ای سي سي د غوره بالرانو درجه بندۍ کې تر ټولو مخکې شو

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک او د نړۍ خورا مشهور توپ اچوونکی راشد خان د سږ کال د ای سي سي د غوره توپ اچوونکو يا بالرانو درجه بندۍ کې د نړۍ د ټولو غوره بالرانو نه مخکې شو.

تر ښاغلي خان مخکې د اسټراليا توپ اچوونکی سیمېر جوش هېزلووډ د کرېکټ د نړۍ د شل اوریزه لوبو د غوره بالرانو درجه بندۍ کې مخکې وو.

راشد خان دا راز د نړۍ په غوره او مشهورو کرېکټ «ای پي اېل، پي اېس اېل، بېګ باش» او نورو اسيايي هېوادونو په کرېکټ ليګونو کې لوبیږي.

راشد اوس مهال د افغانستان په استازيتوب د افغان لوبډلې سره د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې لوبيږي.

ټاکل شوې وه نن يوه بجه افغان او نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې د‌ نړيوال جام په خپلو دويمو لوبو کې سره مخامخ شي خو لوبه د باران د وریدو له امله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ته يو-يو پواينټ ورکړل شو.

Comments are closed.