The news is by your side.

کرېکټ نړیوال جام: افغانستان په خپله دريمه لوبه کې هم يو نمره واخيسته

ټاکل شوې وه چې نن سهار د افغانستان او ايرلنډ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي خو باران له کبله لغوه شوه.

د لوبې له پچې اچونې وړاندې باران شروع شوی وو خو له يو نيم ساعت وتلو وروسته ای سي سي د‌ افغانستان او ایرلنډ نننۍ لوبه مساوي اعلان کړه.

افغانستان د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې په‌ دريمه لوبه کې هم يوه نمره واخيسته.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه انګلینډ ته بايللې وه او د نيوزيلنډ سره دويمه لوبه يې هم د باران له امله ونه شوه او مساوي اعلان شوه.

کرېکټ پوهان وايي که د افغانستان راتلونکې بله لوبه‌ کې هم د‌ هوا وضعیت ښه نه وي نو افغان لوبډلې ته به په نړيوال جام کې مخ ته تګ ستونزمن شي، افغان لوبډلې ته پکار دي چې پاتې دوه لوبې وګټي.

د‌ کرېکټ مينه وال هم په ای سي سي غوسه دي چې د هوا حالاتو ته په کتو يې بايد‌ د لوبو مهالوېش او ځای ټاکلی وي، وايي ای سي سي د احتمالي باران وریدو له کبله پلان ونيسي چې لوبې نورو ميدانونو ته شېفټ شي.

Comments are closed.