The news is by your side.

پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي!؟

د کوزې پښتونخوا پښتنې هنرمندې الماس خانه د انځورګرۍ نړيواله جايزه وګټله.

د سوات پښتنې انځورګرې الماس خان ته به ياده نړيواله جايزه د هغې په نه شتون کې د بریټانیا پارلمان کې ملالې يوسفزۍ ته وسپارل شي.

پښتنه انځورګره الماس خانم به د برتانيې پارلمان ته په يادو مراسمو کې د وېډيو کال له لارې وينا وکړي.

الماس خانم په خامک انځورګرۍ کې د‌ افغانستان او پښتونخوا د تاريخي څېرو انځورونه په غلبېلونو کې په هنري ډول جوړې کړي دي.

الماس خانم په يوه هنرمنده کورنۍ کې زېږېدلې او لويه شوې ده. چې شاعري کوي او په غلبېلونو کې په ډېر هنر د خامک انځورګري کوي.

د آغلې خانم پلار دوست محمد طالب جان هم شاعر دی او ورور يې کامران خان ارمان هم شاعر او مجسمه جوړونکي دی. کامران هم د افغانستان د نومياليو شخصیتونو مجسمې جوړې کړي دي.

د کامران خان ارمان او الماس خانم جوړ کړيو مجسمو او انځرګريو په لو او بره پښتونخوا کې خورا ډېر مينه وال پيدا کړي.

Comments are closed.