The news is by your side.

حکمتيار: د طالبانو او امريکا ترمنځ د مذاکراتو نوې لړۍ پيل شوې

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ويلي، د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې د مذاکراتو په څېر د نويو مذاکراتو لړۍ پيل شوې او نږدې ده چې د هوکړې لاسليک ته سره ورسيږي.

حکمتيار په دې تړاو څرګندونې پرون د جمعې ورځې لمونځ په خطبه کې کړي دي.

نوموړي زياته کړې، د طالبانو او امريکا د استخباراتي او نظامي مسوولينو تر منځ ياد مذاکرات لومړي ځل لپاره په پاکستان او بيا په دوحه کې شوي دي.

حکمتيار همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په تړون نيوکه کړې.

په ورته مهال حکمتيار ځينې ګاونډي او روسيه د طالبانو او امريکا له دې مذاکراتو وېره لري او په شک کې دي چې ممکن طالبان د افغانستان په شمال کې د امریکا ځينو پوځي قطعاتو ځای ورکړي.

طالبانو او امريکا تر اوسه د حکمتيار دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې بار بار ويلي چې که افغانستان مرستې کوي نو په دې معنا به نه وي چې دوی غواړي له طالبانو اړيکې ولري او تر هغې به يې په رسميت ونه پيژني څو چې د نجونو ښوونځي نه وي خلاص کړي او په افغانستان کې يې ټول حقونه مراعت کړي نه وي.

که چېرې حکمتيار يادې څرګندونې اعتبار ولري او طالبان او امريکا يوې هوکړې سره ورسيږي او ټول موارد عملي شي نو دا ممکن د طالبانو حکومت سره په رسميت پېژندلو مرسته وکړي او هم يې له چارواکو بندیزونه لیرې شي.

Comments are closed.

koi finance