The news is by your side.

يو لوړپوړي طالب چارواکي لوګر کې د پخواني ولسمشر اشرف غني کور غصب کړی

د ابراهيم حقاني په نوم يو لوړپوړي طالب چارواکي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني شخصي کور غصب کړی.

د ښاغلي اشرف غني ورور حشمت غني په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي چې د ابراهيم حقاني يو طالب چارواکي د دوی پلرنی کور غصب کړی.

حشمت غني څو ځل مو حقاني ته خبر هم ورکړی چې د پخواني ولسمشر کور خوشې کړي خو وايي د‌ دوی په خبره غوږ نه دی ګرول شوی.

ښاغلي حشمت غني له طالبانو ګيله کړې چې د داسې ولسمشر چې په هېڅ راز فساد او ظلم کې يې لاس نه وو او يوازنی چې له پلاره ور پاتې وو د طالبانو نيولی.

حشمت غني وايي ابراهيم حقاني خو په پاکستان کې په ميليونونو پانګه او جایدادونه لري خو بيا هم د ده ورور پخواني ولسمشر محمد اشرف غني کور نه خوشې کوي.

نوموړی وايي ابراهيم حقاني يوازې د دوی کور نه بلکې، د ډاکټر نجيب، صبغت الله مجددي او اسدالله خالد کورونه هم غصب کړی.

طالبانو تر اوسه د حشمت غني څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کابل په راتګ سره طالبانو د جمهوريت د پخوانيو چارواکو کورونه ونيول. که څه هم په ظاهر دا خبره کوي چې دوی د غصب مخالف دي خو خپله د دوی د لوړ پوړو چارواکو له لوري د ښو ځمکو او لوکسو کورونو غصب روان دی.

Comments are closed.