The news is by your side.

طالبانو د بدخشان پوهنتون محصلينې په وهلو-وهلو د پوهنتون له دروازې وشړلې

طالبانو نن په بدخشان کې ښځينه محصلينو ته پوهنتون ته د ننوتلو اجازه ور نه کړه.

محصلينې وايي طالبانو د چادري د نه په سر کولو له امله پوهنتون ته د ننوتلو او درس اخيستلو اجازه ور نه کړه.

په خواله رسنیو کې د خپره شويو او لاس په لاس شويو وېډيو ګانو کې ښکاري چې طالبان د پوهنتون له‌ دروازې محجبې نجونې شړي او نجونې پوهنتون ته د‌ ننوتلو هڅه کوي خو د‌ دوی د هڅو سره سره نه بريالۍ کيږي او طالبان يې په لښتو وهي.

د بدخشان پوهنتون ښځينه محصلينې وايي، موږ ښه په حجاب ځو خو بيا هم دوی ته د امر بالمعروف وزارت له خوا امر شوی چې نورې دې چادري کې پوهنتون ته راځي.

د طالبانو دې کار په خواله رسنيو کې د فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي.

طالبانو تر اوسه د خپل دې کار په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د پوهنتونونو محصلينې وايي، طالبانو په دوی باندې د محدودويتونو لګولو سره سره هم دوی پوهنتون او خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ خو طالبان بيا هم غواړي نجونې پوهنتونونو ته لاړې نه شي.

بل لور بيا سياسي شننونکي وايي چې طالبان بېرته د لومړي ځل واکمنۍ د کارونو تکرارولو ته ور ګرځېدلي چې دا به د دوې د حکومت په خير نه وي.

Comments are closed.