The news is by your side.

اتمر: موږ ټول دولتي/سياسي مشران بايد له ملت بخښنه وغواړو او يو محکمه کې حساب ته حاضر شو

د جمهوريت د مهال د بهرنيو چارو وزارت پخواني وزير حنيف اتمر په يوه نوې مرکه کې د جمهوريت د ړنګېدو پړه پر سياسيونو واچوله.

اتمر له ای بي این پښتو شبکې سره په وېډيويي مرکه کې د جمهوريت د ړنګېدو مسله کې خپل ځان هم ملامت کړ او ويې ويل، ټولو دولتي او سياسي مشرانو جمهوريت ناکام کړ او بلاخره يې سقوط ته جوړ کړ چې په دې ډله کې زه هم راځم، ټول بايد له ملت بخښنه وغواړو او په يوې محکمه کې حساب ورکولو ته حاضر شو.

اتمر وويل سياسيونو د موقت حکومت تر لاسه کولو لپاره په خپل قوت سره جمهوريت کمزروی کړ، د سياسيونو بې اتفاقي دومره زور اخيستی وو چې هر يو به د موقت حکومت لپاره خوبونه ليدل او له هر يوه زلمي خليلزاد وعدې هم کړې وې.

اتمر د طالبانو په اړه هم وويل، که طالب وايي چې ملت پخواني چارواکي نه غواړي او دوی غواړي ولې نو له ټاکنو وېره لري.

اتمر دا راز وويل، موږ هېڅکله د پوځي مداخلې له لارې په سياسي بدلون باور نه لرو او نه به د احمد شاه مسعود په څېر طالبانو پسې ټوپک واخلو.

حنیف اتمر د جمهوريت د وروستۍ دورې پر مهال د بهرنيو چارو وزير وو چې د بهرنيو چارو وزير په توګه یې خلک له کار راضي نه وو او اوس اتمر هم خپله پړه ومنله.

Comments are closed.

koi finance