The news is by your side.

د هرات هوايي دهلېز له لارې د‌ افغانستان وچه مېوه اروپا ته صادر شوه

نن د‌ هرات ولايت د‌ هوايي‌ دهلېز له لارې د‌ افغانستان وچه مېوه چې په کې ۱۲ ټنه ځنغوزې، ۸ ټنه کشمش او پسته المان هېواد‌ ته‌ صادر شوه.

د‌ وچې مېوه جوپه د‌ اسلام کلا بندر له لارې ايران ته ولېږدول شوه او له هغې به ترکيې او بیا اروپا ته ورسيږي.

د‌‌ يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې‌ وطنۍ ځنغوزې د‌ هوايي دهلېز له لارې ېچين ته هم صادر شوې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره د هوايي دهلېزونو له لارې د‌‌ افغانستان سوداګري کم رنګه شوې.

خو د‌‌ صنعت او سوداګرۍ او په نږدې راتلونکي کې به له‌ اروپا سره هم سوداګريزې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.

په ورته مهال افغانستان کې د تازه مېوې حاصلاتو کې هم زياتوالی راغلی په ځانګړې توګه په زرګونه ټنه املاکو حاصلات راټول شوي چې د ګاونډيو هېوادونو بازارونو ته يې صادرات شروع دي.

بزګران هم د خپلو تازه مېوو له حاصلاتو خوښ دي خو د طالبانو له حکومت غواړي چې مېوو ته يې مناسب بازار رامنځته کړي.

Comments are closed.