The news is by your side.

طالبانو ۱۰۰ ښځينه پولیسې وروزلې

طالبانو خبر ورکړی چې يې په کابل کې يې د پوليسو له روزنيز مرکز ۱۰۰ ښځينه پولیسې فارغې کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټوېټر د ښځينه پوليسو څو وېډيويي پيغامونه خپاره کړي چې تازه له روزنيز مرکز فارغې شوې دي.

ويل کيږي چې يادې پوليسې به په کابل کې د عامه نظم په رياست کې په دندو وګمارل شي.

ښځينه پوليسې وايي په روزنيزه موده کې يې ډېر څه زده کړل او خپلې دندې به په ښه توګه مخ ته وړي.

په وېډيو ګانو کې ښکاري چې د طالبانو ښځینه پولیسې له سره تر پښو په حجابونو پټې دي.

طالبان په داسې وخت کې ښځينه پولیسې ګوماري چې د تېر نظام ښځينه پوليسې بې دندې په کورونو ناستې دي او له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او يو شمېر ښځينه پولیسې د‌ امنيتي ګواښونو له کبله له هېواده وتلي دي.

همدا راز طالبان په حکومتي اداراتو او کابينه کې ښځو ته ونډه نه ورکوي خو ښځینه پولیسې ګوماري.

د نظر خاوندان وايي طالبان مجبور دي چې ښځينه پولیسې وروزي او دندې ورکړي ځکه په ډېرو مواردو کې ورته اړتيا ليدل کيږي خو دا چې ولې د‌ تېر نظام پوليسو ته دنده نه ورکوي د پوښتنې وړ بللې ده.

Comments are closed.