The news is by your side.

کرېکټ: شل اوریز نړیوال جام کې مخ ته تګ لپاره د افغانستان چانس وسوځېد

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې افغانستان نن له سریلانکا سره لوبه وکړه او سريلانکا په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

د دې لوبې د بايللو سره په نړيوال جام کې د افغان لوبډلې مخ ته تګ چانس وسوځېد.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو شل اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړ.

د سريلانکا لوبډلې په ۱۹ اوور کې هدف ترلاسه کړ او افغانستان ته يې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

کریکټ پوهان وايي که افغانستان نن له سریلانکا لوبه ګټلې وه مخې ته د تګ لپاره چانس يې زیاتېده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان تېرو دوه لوبو پر مهال د اسټراليا په ملبورن ميدان کې باران وو او دوه لوبې يې مساوي شوې چې په ګروپ کې يې د افغان لوبډلې ځای او نمرو ته زيان ورساوه.

نننۍ لوبې ته په لسګونه افغانان د کرېکټ لوبې کتلو لپاره ورغلي وو، افغان مينه وال وايي دوی ته د لوبې ګټل او بايلل توپير نه کوي بلکې په هر حال کې خپله لوبډله تشويقوي او دا زمونږ لپاره وياړ دی چې لوبغاړي مو په نړيوالو ميدانونو کې ځليږي او د کرېکټ ميدان زموږ په درې رنګ بيرغ ښکلی وو.

د يادونې وړ ده چې روان شل اوريز نړيوال جام کې د لوبو د بايللو له امله افغانستان د نیمه پای لوبې ترڅنګ مستقيما له راتلونکي نړیوال جام هم پاتې شو، بل نړیوال جام ته به لومړی په غوراوي پړاو کې لوبیږي بیا به ۱۲غوره لوبډلو ته لار پيدا کوي.

Comments are closed.