The news is by your side.

پښتو وتلې سندرغاړې زر څانګه د موسيقۍ د يوې سترې جائزې ګټوونکې شوه

د اغا خان بنسټ د اسيا لسو هنرمندانو، موسيقي کارانو او ساز غږوونکو ته جائزې ورکړې چې په دې ډله کې پښتو نوموتې سندرغاړې زر څانګه هم شامله وه.

د جایزې ورکولو مراسم پرون د‌ عمان په مسقط کې ترسره شول چې زر څانګې هم په کې خپله جايزه تر لاسه کړه.

په لر و بر کې ټولو پښتنو زر څانګې ته د جایزې ګټلو مبارکي ورکړې، د زر څانګې مينه وال له چارواکو غوښتي چې د نوموړې د اوسېدلو ځای او روغتيا ته دې پاملرنه وکړي.

زر څانګه چې اصلي نوم يې ځلوبۍ دی د سندرغاړې په توګه لومړني فعاليتونه يې له پېښور راډيو نه پيل کړل او کلونه کلونه يې په پښتو ژبې د مشهورو پښتو شاعرانو سندرې وويلې خو په دې وروستيو کې يې اقتصادي او مالي وضعيت خورا ډېر خراب وو.

د يادونې وړ ده چې د اغا خان بنسټ له لوري د موسيقۍ لسو هنرمندانو لپاره جائزې اعلان کړې وې، چې د هند، افغانستان، ايران، پاکستان، تانزانیا، موريتانيا، اندونيزيا، مالي او انګلستان څخه يو-يو سندرغاړی شامل وو، دغه هنرمندان د ۴۰۰ د ډېرو نوماندانو له لېست نه انتخاب شوي وو.

Comments are closed.