The news is by your side.

طالبان: که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي موږ دې په رسميت وپېژني

طالبانو په يوه تازه پریکړه کې ويلي چې د رسميت پېژندلو تر وخته پورې به د نجونو ښوونځي تړلې وي.

د طالبانو يو لوړ پوړي چارواکي خبریال ډاټ کام ته ويلي، که نړيوال د نجونو د ښوونځيو خلاصول غواړي نو لومړی دې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.

سرچينې زياته کړې چې دا د دوی د مشرتابه پرېکړه ده.

د طالبانو د حکومت له پيل سره سم دوی په نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل، يو ځل يې په ټول هېواد کې د ښوونځيو د پرانيستلو اعلان وکړ خو بېرته يې په اوله ورځ نجونې له ښوونځيو وشړلې.

بل لور بيا نړيوال وايي څو چې طالبان د نجونو ښوونځي خلاص نه کړي د بشر او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی ونه کړي او حقونه ور نه کړي د دوی د حکومت په رسميت پيژندل او مشروعيت تر لاسه کول به لا ستونزمن کړي.

په ورته مهال عام خلک له طالبانو غواړي چې د دوی د لوڼو او خويندو پر مخ دې ښوونځي خلاص شي او له نړيوالو سره‌ دې ضد‌ پرېږدي. زموږ د نجونو راتلونکی دې نه خرابوي.

خو طالبان د ولس غوښتنو ته هم کوم مثبت ځواب نه ورکوي.

Comments are closed.