The news is by your side.

د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان وسله وال برید بريد شوی

نن مازديګر شاوخوا څلور نيمې بجې د پاکستان په پخواني لومړي وزير عمران خان وسله وال برید شوی.

د تحريک انصاف ګوند ويلي عمران خان د پاکستان په وزير اباد سيمه کې د يوې غونډې پر مهال په پښو ويشتل شوی.

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز هم په وسله وال برید کې د عمران خان د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د جیو نیوز خبر تاييدوي چې په عمران خان برید د حکومت ضد يوه غونډه کې د وينا پر مهال شوی.

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف په عمران خان وسله وال برید غندلی او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې.

هغه انځورونه چې جیو نیوز او په خواله رسنیو کې خپاره شوي په کې د عمران خان روغتيايي حالت ښه ښکاري.

دا په داسې حال کې ده چې د څو ورځو راهيسي په پاکستان کې د عمران خان او د هغه د پلویانو له خوا پراخ لاريونونه شروع دي.

عمران خان ويلي وو تر هغې به له لاريونونو لاس په سر نه شي څو يې په ټاکنو کې د بيا برخې اخيستو حق نه وي ترلاسه کړی.

په دې وروستيو کې په پاکستان کې سیاسي وضعیت زښت خراب دی او په يو کال مې د لويو سياسي او اقتصادي بدلونونو شاهد وو.

Comments are closed.