The news is by your side.

افغان لوبډلې د ټولو لوبو په بايللو نړيوال جام سره مخه ښه وکړه

نن د افغانستان وروستۍ لوبه اسټراليا لوبډلې سره وه چې د څلورو منډو په توپير يې وبايلله.

افغان لوبډلې سږ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام کې هېڅ کومه لوبه ونه ګټله، درې لوبې يې وبايللې او دوه یې د باران له کبله مساوي شوې.

د نن ورځې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د ډګر ساتنې پریکړه وکړه.

اسټراليا د شل اورونو په لوبولو او اووه لوبغاړو له لاسه ورکولو سره يې افغان لوبډلې ته ۱۶۹ هدف ورکړ.

افغان لوبډلې د هدف په تعقيب پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او په شل اورونو کې يې ۱۶۵ منډې وکړې، په دې سره اسټراليا په څلورو منډو افغانستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې تر دې مخکې له انګلېنډ، سريلانکا او نن يې له اسټراليا لوبه وبايلله او له نيوزيلنډ او آيرلېنډ سره لوبه يې د باران له امله مساوي شوه.

په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې لپاره، رحمن الله ګربز، ګلبدین نائب او راشد خان ډېرې نا سوځیدلی منډې جوړې کړې.

په ورته وخت کې که څه هم اسټراليا نننۍ لوبه وګټله خو په جګ رن رېټ يې ونه ګټله او نړيوال جام کې يې د مخ ته تګ چانس وسوځېد او نن له افغانستان سره سم له نړيوال جام بهر شول

د کرېکټ مينه وال وايي دوی ته د لوبډلې بريا او ماته مهمه نه ده بلکې په هر حالت کې له خپلې لوبډلې ملاتړ کوي.

Comments are closed.