The news is by your side.

محمد نبي عيسی خېل له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي عيسی خېل نن د اسټرالیا پر وړاندې له لوبې بايللو وروسته له لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه.

نبي په خپل استعفا لیک کې داسې ليکلي وو: «په نړيوال جام کې زموږ سفر شروع او زموږ او د زموږ د مينه والو د تمې خلاف پايلو سره پای ته ورسېده.»

نوموړي زياته کړې چې په وروستي يو کال کې د لوبډلې اماده ګي هغه لېول کې نه وه کوم چې يو لوبډلمشر يې د يو ټورنمنټ لپاره غواړي يا ورته اړتيا ليدل کيږي.

نبي په دې توګه استعفا اعلان کړه او ويې ويل چې له دې وروسته به د هېواد لپاره لوبه کوي کله چې مدیریت او لوبډله راته اړتيا ولري.

نبي د ډېرو کلونو لپاره د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر پاتې شو او په خپله مشرۍ کې يې افغان لوبډله ښه ځای ته ورسوله.

دا په داسې حال کې ده چې نن افغان لوبډلې په شل اوريز نړيوال جام کې خپله وروستۍ لوبه هم وبايلله او اسټراليا د څلورو منډو په توپير ماتې ورکړه.

Comments are closed.